ګردېز (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): په پکتيا کې يو شمېر کوچيان وايي چې په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د دوى په نوم امتيازات نور خلک ترلاسه کوي.
دوی دا خبرې د غبرګولي دويمه د کـوچيانو د سمون لوی رياست له خوا په پکـتيا کې د کـوچيانو د ستونزو اورېدو په درې ورځنۍ غونډه کې وکـړې.
دوی وايي، کـوچيانو ته ځانګـړي شوي تعليمي او تحصيلي بورسونه هم دوی ته له رسېدو وړاندې خرڅېږي.
د کـوچيانو په استازيتوب حاجي عـزيز خان تعليمي او روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی او په ځينو سيمو کې د دوی د څرځايونو غصب لويې ستونزې يادوي او وايي چې له امله يې ژوند سخت شوی دی.
عزيز خان په يادو برخو کې ورته د دولت نه پام اندېښمن کـړی او وايي، د زورواکـو له خوا يې د څرځايونو غصب او د حيواني کلينيکـونو نه شتون د مالدارۍ ژوند له ګـواښ سره مخ کـړی او که مسوولې ادارې همداسې بې غوري وکـړي، نو د ژوند کـړۍ به يې لا راتنګه شي.
دی وايي: ((له اندازې زياتې ستونزې لرو، نه سيار کلينيکـونه لرو، نه سيار مکـتبونه؛ نه تعليم شته، نه تربيه شته، نه مدرسه شته؛ که يو مريض مو وي، نو ۵۰۰ روپۍ د ډاکـتر نسخه اخلو او ۲۰۰۰ موټر ته ورکـوو چې هغه هم نه لرو. د مالونو لپاره د ځمکـو مشکلات دي چې رانه غصب شوې دي.))
دغه راز په دې غونډه کې مدني فعال او د ځوانانو د پارلمان غـړې رحميې نيازۍ وويل چې د کـوچيانو په نوم راغلي او راتلونکي امتيازات د ځينو کـسانو له خوا خـوړل کېږي او کـوچيانو ته نه رسېږي.
نيازۍ په بېلابېلو برخو کې له کـوچيانو سره د کـېدونکـو مرستو پټېدو او مستحقينو ته د نه رسېدو خبره کـوي او زياتوي چې د کـوچيانو لپاره هر کال له لسو ډېر تحصيلي بورسونه راځي، خو تر اوسه هېڅ کـوچي ځوان يا نجلۍ ته نه دی رسېدلی.
دا وايي: ((زه يې شاهده يم چې هر کال ۱۳، ۱۴، ۱۵ تر ۱۶ تحصيلي بورسونه د کـوچيانو وروڼو يا خويندو لپاره راغلي دي، خو بدبختانه په هغو بورسونو کې هېڅ کوچی ورور يا خور نه ده تللې يانې خرڅ شوي دي. د کـوچيانو په نوم مرستې اصلاً کـوچيانو او مستحقو کـسانو ته نه دي رسېدلې.))
د کـوچيانو چارو د سمون د لوی رياست استازي او د دې ادارې د څېړنې د برخې متخصص ډاکـټر حفيظ الله وويل چې دوی په ټولو ولايتونو کې د کـوچيانو ستونزې اوري او د حل په موخه يې له اړوندو ادارو سره شريکـوي.
ډاکـتر حفيظ الله وايي چې د کـوچيانو د ګـرځنده ښوونځيو او انساني او حيواني کلينيکـونو لپاره هڅې کـوي او د مالدارۍ د ژوند د پايښت لپاره به يې د څرځايونو لويه ستونزه هم د اړوندو ادارو تر لوړو چارواکو ورسوي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((اول تعليم، بيا روغتيا او درېيمه برخه کې اوبه او څرځايونو کـموالی يا ورته نه لاسرسی د دوی لويې ستونزې دي؛ د کـوچيانو چارو د سمون لوی رياست اجرايي صلاحيت نه لري، خو د هـرې برخې مشکلات له هغې ادارې سره شريکـوو.))
login or register a new account.