Language

جنرال رازق: سوېلي ولایتونه نور خپل حق غواړي، ډیزاین شوې جګړه نه شي زغملی

کندهار (پژواک ۴ غبرګولی ۹۶): مرکزي اداره دې د سوېلي زون د ولایتونو د خلکو حقوق ورکړي او د هغوی محرومیت ته دې د پای ټکی کېږدي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په کندهار ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ولسمشر سلاکارانو داود ګلزار او استاد عبدالحلیم، د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي، د هلمند د ملي امنیت پخواني رییس جنرال احمدالله نازک، د کندهار او زابل د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

غونډې ته د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپله وینا کې وویل، کلونه کېږي چې د سوېلي زون پر ولایتونو جګړه تپل شوې ده او دلته هره ورځ خلک قربانۍ ورکوي.

هغه دا یوه ډیزاین شوې جګړه وبلله او زیاته یې کړه، لکه څنګه چې د هلمند ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې او جګړه تر مرکز لښکرګاه ورسېده، ورته کړنه په اروزګان کې تکرار شوه او اوس هڅه کېږي چې زابل او کندهار هم په ورته برخلیک اخته کړي.

نوموړي له مرکزي ادارې ګیله وکړه چې په دغسې حالاتو کې هم مرکزي ادارې د دې سیمې د خلکو پر حقوقو ځان غلی کړی، خو ده وویل چې د خپلو خلکو د حقونو لپاره به مبارزه کوي.

جنرال عبدالرازق د ځینو کړیو یادونه وکړه چې د دې سیمې جنرالان په یوه او بل نوم بدناموي، خو خپل غله جنرالان یې په دې سیمه کې په کلونو کلونو پر دندو ګومارلي، خو څوک یې په اړه هېڅ هم نه وایي.

نوموړي په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي هم مخاطب کړل او پر دوی یې نیوکه وکړه چې د خپلو خلکو د حقونو لپاره یې څه نه دي کړي.

ده دغو وکیلانو ته وویل: ((مه خپل ځانونه تېر باسئ او مه ولس تېر باسئ، تاسې باید له خپلو خلکو سره نژدې پاتې شئ او د حقوقو لپاره یې مبارزه وکړئ.))

د ولسمشر سلاکار داود ګلزار وویل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړه روانه ده، خو دلته په جګړه کې تر بل هر ځای خلک ډېر زیانمن شوي دي.

ده زیاته کړه، دا سیمه په حکومت کې یواځې مشاورین لري چې تر ډېره اجرائيوی واکونه نه لري، په کار ده د دې سیمې اوسېدونکي په حکومت کې داسې څوک ولري چې اجرايوي صلاحیتونه ولري او د دوی لپاره څه وکړای شي.

جنرال احمدالله نازک وویل، همدا اوس هلمند، اروزګان او زابل د پر له پسې جګړو او بحران سره مخ دي، د کندهار په ګډون په دغو ولایتونو کې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ سرتېري وژل کېږي، یواځې په تېرو دوو کلونو کې ۱۸ زره پولیس وژل شوي دي، خو مرکزي اداره اصلاً هیڅ توجه نه ورته کوي.

login or register a new account.

Related Topics