ګردېز (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
د عبدياني په وينا، د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يواځې يو پوليس سرتېرى ټپى شوى دى.
د ډنډپټان اوسېدونکي عبدالله مسکين هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي چې دغه جګړه مرګ ژوبله لري خو دی يې د کره شميرې په اړه معلومات نه لري.
وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ډنډپټان ولسوالۍ په شپولې سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دې بريدونو په ترڅ کې طالبانو څلور پوستې نيولې چې له امله يې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي، لس ټپيان دي او دوه هم ژوندي نيول شوي دي.
مجاهد وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.
ډنډپټان د پکتيا د سرحدي او نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.
login or register a new account.