ژبه

کندهار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې په دوو جلا پېښو کې  دوه تنه وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

یوه پېښه د کندهار په سپين بولدک کې شوې چې له امله یې يو ماشوم وژل شوی او  درې ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د سپین بولدک اړوند د بلوڅانو په کلي کې شوې چې یو ماشوم یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دی وايي، دا چې دغه پېښه څنګه شوې، په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

خو یوې سرچینې پژواک ته وویل، چاودېدونکي توکي د یوه کور پر بام ځای پر ځای شوي او چاودنه یې کړې ده.

د یوه بل خبر له مخې، وسله والو په معروف ولسوالۍ کې پر یوه کور برید کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ یو نارینه وژل شوی او دوه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په فولاد سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، وسله والو د دغې سیمې پر یوه کور له دې کبله ډزې کړي چې له خپلې بې وزلۍ یې وسله والو ته ډوډۍ نه شوه ورکولای.

د ده په خبره، له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د خلکو په ملاتړ یې پر وسله والو برید کړی چې له وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

د دغو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع