کابل (پژواک، ۱۷غبرګولی ۹۶) : ولسمشر اشرف غني د شانګهای سازمان په سرمشریزه غونډه کې دګډون په موخه نن قزاقستان ته رسیدلی دی.
له ارګ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن د یوه پلاوي په مشرۍ دقزاقستان پلازمینې استانې ته رسیدلی چې ددغه هیواد دځایی چارواکواو دافغانستان د سفارت د مسوولینو لخوا یې هرکلی وشو.
سرچینې زیاته کړې، چې ولسمشر به دغې غونډې ته د وینا ترڅنګ دیوشمیرهیوادونوله مشرانوسره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کوي.
ولسمشر سره په دې سفر کې یوشمیر دولتي چارواکي هم ملتیا کوي.
دیادونې وړ ده چې افغانستان دشانګهای سازمان دناظر غړیتوب لري.
login or register a new account.