جلال اباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۶) : په ننګرهار ولایت کې د یوه افغان سرتیري په ډزو کې درې امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
دننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي دغبرګولي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل،چې دا پيښه نن ترغرمې وروسته داچین ولسوالۍ په پيښې سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې د ملي اردو يو کمانډويي سرتيري په بهرنيو سرتېرو ډزې کړي،چې له امله يې دوه بهرني سرتېرې وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د خوږیاڼي په وینا، همدا راز په ځوابيه ډزو کې بريد کوونکى سرتيرى هم وژل شوى دی.
خو امريکايي سرچينو ويلي، چې په دې بريد کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې دا برید ددوی یو تن نفوذي تن کړی او څلور امریکایان یې وژلي دي.
دیادونې وړ ده ،
چې تر دې مخکې ګڼ شمیر داخلي بریدونو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تیره شپه امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې پر افغان سرحدي پولیسوبمبار کړی و اودوه سرتیري یې وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن