کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۶) : دافغانستان لویه څارنوالي د کابل ګارنیزیون او د کابل د امنیه قوماندان دندې وځنډولې.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشیدرسولي د غبرګولي په ۲۱مه، تر ماښام وروسته په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې دوی د ملي یووالي حکومت د مشرانوپه سپارښتنه د کابل پر لاریون کوونکو د ډزو موضوع څیړنه پیل کړېده.
هغه زیاته کړه، چې دمګړۍ دوی دکابل دګارنیزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي او د کابل دامنیه قوماندان حسن شاه فروغ دندې ځندولې دي.
دیادونې وړده، چې دوه اونۍ مخکې په کابل تر خونړۍ چاودنې وروسته، چې په ترڅ کې یې لسګونو هیوادوالوته مرګ ژوبله واوښته، دیادې پيښې په غبرګون لاریون وشو، چې د امنیتي ځواکونو اولاریون کوونکو ترمنځ په نښتو کې پنځه لاریون کوونکي ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.
تر هغې وروسته دجنازې په مراسموکې ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې یوځل بیا لسګونو هیوادوالو مرګ ته ژوبله اوښتې ده.
له تیرې یوې اونۍ راهیسې اعتراض کوونکو دکابل په بیلا بیلوسیمو کې خیمې وهلي او د امنیتي مسوولینو داستعفی غوښتنې کوي.
بلخوا دولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دیادو امنیتي ددندو ځنډولو په اړه دلویې څارنوالۍ د پریکړې هرکلی کړی دی.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ملي شورا له غړو سره په اړیک کې و، او دکابل د وروستیو پيښو په اړه یې سلا مشورې کولې، چې هغوی هم دیادوامنیتي مسوولینو له دندو دلرې کولو غوښتنې کولې.
سرچینې زیاته کړې، چې لویه څارنوالي یوه مسوول او خپلواک دی او دیادې پيښې به په خپلواکه توګه څیړنې کوي او خپلې پایلې به له ولس سره شریکوي.
login or register a new account.