ژبه

جان کین: افغان جګړې ګټلو ته بايد تر ٢٠زره سرتېري ولېږل شي

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): پخوانى امريکايي پوځي چارواکى وايي چې د جګړې ګټلو لپاره بايد افغانستان ته تر ٢٠زرو پورې نور سرتېري ولېږل شي.

د امريکا د پوځ پخوانى مرستيال قوماندان جنرال جاک کين دغه څرګندونې پرون له فاکس نيوز ټلوېزيون سره  د افغانستان په اړه د امريکا  د نوې تګلارې په اړه په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د امريکا تېره ١٦ کلنه جګړه له رسوايۍ ډګه بللې او زياته کړې یې ده چې د افغان جګړې ګټلو لپاره بايد دغه هېواد ته د لس او شل زرو تر منځ سرتېري ولېږل شي.

د يادونې ده، د امريکا د دفاع وزير جيمز ماټيس څو ورځې مخکې د امريکا مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته ويلي وو چې دوى په افغانستان کې له ماتې سره مخ دي او ګټونکي نه دي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال  نيکولسن څه موده مخکې شکايت کړى و چې په افغانستان کې د سرتېرو له کمښت څخه مخ دى.

په دې وروستيو کې ويل کېږي چې امريکا د افغانستان په اړه په خپله نوې تګلاره کې د درېيو او پنځو زرو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه وروستى واک د دفاع وزير جېمز مټيس ته ورکړى دى، خو تر اوسه یې په دې اړه وروستی اعلان نه دى کړى.

د امريکا د پوځ پخوانى مرستيال قوماندان جنرال جاک کين هم وړاندوينه کړې ده چې په نوې تګلاره کې به د دفاع وزير افغانستان ته د څلورو زرو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړي.

هغه که څه هم ويلي،چې د څلورو زرو سرتېرو لېږل يواځې وړاندوينه ده، خو که همدومره ولېږل شي، نو دا سرتېري د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره کافي نه دي.

خو جنرال کين دا هم ويلي چې څلور زره سرتېري هم ګټور دي، خو پوښتنه يې کړې چې دا څلور زره سرتېري به په افغانستان کې د جګړې لورى بدل کړى شي.

ده زياته کړې: ((له تېرو ١٦ کلونو راهيسې موږ د افغانستان په جګړه کې ښکېل يو، خو دا د شرم خبره ده چې تر اوسه دا جګړه موږ په خپله ګټه پاى ته ونه رسوله.))

login or register a new account.