لومړى تعقيب- ګردېز (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته د موټربم چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي.
د پکتيا د والي وياند سردارولي تبسم د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته نن سهار شاوخوا اووه بجې د موټربم چاودنه وشوه.
تبسم وايي چې تر چاودنې وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې ده.
د هغه په وينا چې د چاودنې پر مهال درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د پېښې په ځای کې امنيه قوماندانۍ، د پوليسو د ځانګړو ځواکونو قطعه، د عامه نظم قوماندانۍ او د ٢٠٣ تندر قول اردو مرکزونه دي.
په سيمه کې د پېښې يوه عيني شاهد محمد اسلم پژواک ته وويل چې چاودېدونکي په مازدا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او چاودنه یې ډېره درنه وه.
هغه وايي: ((د چاودنې له امله د شاوخوا کورنو ښيښې هم ماتې شوې دي.))
دغه راز د پکتيا د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې تر اوسه دوى ته ٢٠ ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.
وسله وال طالبانو د دغه بريد مسووليت اخيستى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو لومړى د موټربم چاودنه کړې او بيا د امنيتي ځواکونو عمومي مرکز ته ننوتي دي.
ده وويل چې جګړه روانه ده او په اړه به يې نور جزئيات وروسته ورکړي.
د دې پېښې په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.