ژبه

په مکه مکرمه کې ځانمرګی  برید پر اسلامي شعایرو برید دی

 

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۶) :  دافغانستان د جماعة الدعوة الی القران والسنة ګوند په مکه مکرمه کې حرم شریف ته نږدې دځانمرګي برید هڅه غندلې او دا یې پر اسلامي شعایرو برید ګڼلی دی.

تیره شبه دحرم شریف ترڅنګ په الجیاد سیمه کې یو ځانمرګی وروسته له هغه ځانته چاودنه ورکړه،چې د پولیسولخوا په یوه کور کې کلا بند شوی و.

دجماعة الدعوة الی القران والسنة مرستیال روح الله وکیل پژواک سره په خبروکې وویل،  دالله تعالی په کور برید د توجیه وړ نه دی او له دې معلومیږي چې داسلام دوښمنانو د بیت الله شریف د ورانولو پسې راخیستې ده. 

هغه زیاته کړې، دروژې په مبارکه میاشت کې په دغه مقدس ځای کې برید ترسره کول د کفر او دهغوی د جاسوسانو  کار دی . 

ده ویلي : (( موږ د پیښې قربانیانو سره خپله جوره غمشریکې ښکاره کوو او دغه راز په دې سختو او حساسو حالاتو کې د سعودي عربستان د حکومت او خلکو ملاتړي او ترڅنګ یې ولاړ یو. ))

روح الله وکیل وویل، د حرمینو شریفینو دفاع دهرمومن مسلمان وجیبه ده موږ حاضریو چې  په خپل مال او سر دحرمینو شریفینو دفاع وکړو او هیچاته به ددی اجازت  ورنه کړو چې ددغه سترو مقدساتو امن زیانمن کړي.