Language

په کندهار کې د  ٤٠ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

کندهار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې پر مهال یې ۴۰ وسله وال وژل شوي او ۱۰ ټپیان شوي دي.

د دغې قوماندانۍ ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، عملیات د ملي اردو اړوند د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېیمې پلې لوا له خوا د میوند ولسوالۍ په بیبانک سیمه کې شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ملي اردو ځواکونو هغه مهال په دې کلي کې عملیات وکړل چې وسله وال د ورانکارۍ لپاره راټول شوي وو او دوی یې په اړه معلومات تر سره کړي وو.

دی وايي، په دغو ځمکنیو عملیاتو کې چې له توپچي هم په کې کار واخیستل شو، ۴۰ وسله وال ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د ده په خبره، په عملیاتو کې د وسله والو ۶ عرادې موټر او ۱۶ عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

نوموړي وویل، په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو او د ملي اردو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله هم وايي چې د دغې ولسوالۍ په بیبانک سیمه کې یې د ملي اردو په عملیاتو کې د ګڼو وسله والو د وژلو او ټپي کېدلو په اړه خبر تر لاسه کړی دی.

د ده په خبره، دغه عملیاتو له نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ شوي چې له امله یې وسله والو ته دروند زیان اوښتی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د کندهار- هرات پر لويه لاره پرته ده چې ډېر مهال ورڅخه د ناامنۍ خبرونه تر لاسه کېږي.

دغه ولسوالي د هلمند په ګاونډه کې پرته ده چې په ډېرو برخو کې یې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو تر څنګ وسله وال طالبان هم فعالیت لري.

login or register a new account.

Related Topics