Language

د کندهار له زندانه ۳۵ بندیان خوشې شول او د ۷۱ نورو د بند موده کمه شوه

کندهار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۶): د کندهار له زندان څخه د یوې مېرمنې په ګډون ۳۵ بندیان خوشې شول او د څلورو مېرمنو په ګډون د ۷۱ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه.

دغه چاره د ولسمشر د ۶۴ ګڼه فرمان په بنسټ تر سره شوه چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د غويي میاشتې د ۸مې په مناسبت یې ورکړی و.

په دې مراسمو کې د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

کوشان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر د حکم له مخې د کندهار له زندان څخه ۳۵ بندیان چې یوه مېرمن په کې شامله ده خوشې شول او ۷۱ نور بندیان چې څلور مېرمنې په کې شاملې دي د بند موده یې کمه شوه.

هغه زیاته کړه، دغه بندیان په بېلابېلو جرمونو تورن وو چې د محکمې له خوا ورته د هغوی د جرمونو په تناسب سزا ټاکلې وه.

د ده په خبره، دغو بندیانو د بند یوه موده تېره کړې وه چې ځینې یې خوشې شول او د ځینو د بند موده کمه شوه.

خو هغه له بندیانو وغوښتل چې دلته له ورکړای شوې سزا یې باید پند اخیستی وي او بیا قانون مات نه کړي او د خلکو پر حقونو تېری و نه کړي.

د استیناف څارنوالۍ رییس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ډېری بندیان شکایت کوي چې د دوسیو څېړنه یې ځنډېږي وویل، شاید مخکې دا ستونزې وې، خو اوس تر ډېره بریده حل شوې او ټول بهیر د اړوندو ادارو له خوا څارل کېږي.

د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي له خوشې شوو او زندانیانو وغوښتل چې بیاځلې د جرم مرتکب نه شي.

نوموړي دا هم وویل چې د کندهار زندان اوسنۍ ودانۍ د ډېرو زندانیانو د ځایولو وړتیا نه لري او مرکزي اداره باید نوې ودانۍ جوړه کړي.

ده دغه راز ټینګار وکړ چې ولایتي اداره هیچا ته د بندیانو د دوسیو په څېړلو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

دستګیري د زندان له مسوولینو سره ژمنه وکړه چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو چارواکو رسوي.

login or register a new account.

Related Topics