کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه د دې ولسوالۍ په کلا ښامیر سیمه کې نن له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، دوه ماشومان چې عمرونه یې له لسو تر دیارلسو کلونو وو، خپل کور ته پر لاره وو چې د سړک غاړې ماین ورباندې چاودنه کړې او دواړه یې ځای پر ځای وژلي دي.
دی وایي، دغه ماین د وسله والو مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و.
په کندهار کې یو ځل بیا د ماین په چاودنو کې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
له تېرو دوو اوونیو راهیسې دا څوومه پېښه ده چې ماشومان د وسله والو د ماینونو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د یوه بل خبر له مخې، پولیسو په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هغه مازدا موټر له یوه چلوونکي سره نیولی چې وسله والو ته یې روغنیات لېږدول.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه مازدا د یادې شوې ولسوالۍ په سربند سیمه کې نیول شوې چې روغنیات په کې بار وو او وسله والو مخالفینو ته لېږدول کېدل.
دی زیاتوي، له نیول شوي کس څخه په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.
دغه راز په تخته پُل ولسوالۍ کې بیا له وسله والو سره په تړاو ۳ کسان نیول شوي دي.
درانی وايي، دغو درېیو کسانو چې د وسله والو په لیکو کې یې ورانکاري فعالیتونه کول د یادې شوې ولسوالۍ په ملاید سیمه کې نیول شوي چې پلټنې ورڅخه روانې دي.
په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن