ژبه

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): د امريکا دفاع وزير وايي چې د افغانستان په اړه په نوې اعلانېدونکې تګلاره کې کېداى شي د امريکا د ماموريت څرنګوالي کې بدلون راشي.

د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس له خبريالانو سره په خبرو کې  دا هم ويلي چې افغانستان په اړه په نوې تګلاره کې له پاکستان سره اړيکې هم شاملې وي.

نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو لېږلو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې کېداى شي تر پنځو زرو پورې نور سرتېري ولېږل شي.

د هغه په وينا، د افغانستان په اړه تګلاره په وروستيو مرحلو کې ده او شونې ده چې په نږدې راتلونکي کې اعلان شي.

د امريکا د دفاع وزير وويل چې په دې نوې تګلاره کې د پاکستان تر څنګ د سيمې نور هېوادونه او موضوعات هم شامل دي.

جيمز مټيس ويلي، کېداى شي په نوې تګلاره کې په  افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريت څرنګوالي کې هم بدلونونه راشي.

د هغه په وينا، د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر سناتور جان مکېن چې څه موده مخکې یې افغانستان ته سفر هم  کړى و، د نوې تګلارې په جوړولو کې مهم رول لوبولى دى.

login or register a new account.