ژبه

پېښور کې ځانمرګي بريد لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): په خيبر پښتونخوا ايالت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله درې امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور کسان ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د چنګاښ ٢٦مه) سهار مهال د پېښور ښار اړوند د حيات اباد په ښارګوټي کې شوی دی.

ځايي امنيتي چاروکو ويلي چې ځانمرګى بريد د يوه موټرسايکل بم په وسيله د حيات اباد له باغ ناران سره نږدې د امنيتي ملېشه ځواکونو پر يوه موټر شوى دی.

پوليسو ويلي چې په دغه بريد کې درې ملېشه سرتېري وژل شوي او د يو شمېر سرتېرو په ګډون نهه کسان ټپيان دي.

د پاکستان تحريک طالبان ډلې (ټي ټي پي) د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى. 

login or register a new account.