Language

کندهار کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان له خوا د اغزن تار غځولو غندنه وشوه

کندهار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د یوې احتجاجي غونډې له لارې د ډیورنډ پر فرضي کرښې د پاکستان له خوا د خیبر عملیاتو او اغز سیم غځولو غندنه وشوه.

دغه غونډه د افغان ولسي ټولنې په نوم د یوه مدني بنسټ له خوا په کندهار پرېس کلب کې جوړه شوې وه چې ګڼو مدني فعالانو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

د دې ټولنې مشر حکمت افغان وویل، پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ډیورنډ پر فرضي کرښې د اغزن تار غځولو هڅې پیل کړي چې د نړیوالو اصولو خلاف کړنه ده.

هغه د پاکستان دا هڅه په کلکو ټکو وغندله او ویې ویل دا د افغانستان او پاکستان تر منځ کومه رسمي پوله نه ده چې دوی پرې اغزن تار غځوي.

نوموړي دغه راز په وزیرستان کې د خیبر په نوم وروستي پیل شوي عملیات هم غولوونکي وبلل او ویې ویل، ترهګر ښه او بد نه لري، که دغه هېواد په رښتیا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي نو په خپله خاوره کې دې د هغو ترهګرو روزنځایونه بند کړي چې افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره رالېږل کېږي.

افغان له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان د دغه راز کړنو پر خلاف جدي دریځ خپل کړي.

یوه بل ویناوال مولوي جنابي وویل، د تاریخ په اوږدو کې افغانستان هیڅکله خپل یوه ګاونډي ته هم زیان نه دی اړولی، خو برعکس پاکستان نه یوازې له افغانستان، بلکې له نورو ګاونډیو هېوادونو لکه هندوستان، بنګله دېش او ایران سره هم د سالم ګاونډیتوب اړیکې نه دي پاللې.

ده زیاته کړه، که څه هم په پاکستان کې د ولسمشر او لومړي وزیر لپاره انتخابات کېږي، خو له پخوا راهیسې دغه هېواد د نظامیانو له خوا اداره کېږي او بهرنۍ پالیسي د هغوی په لاس کې ده چې خپلو ګاونډیو ته هیڅلکه ښه نیت نه لري.

د ده په خبره، پاکستان د خپلې ملیشه يي او نظامي پالیسۍ پر بنسټ د ترهګرو په پټنځای او روزنځای بدل شوی او له افغانستان څخه نیولې د هند تر جمو او کشمیر پورې خپلو ګاونډیو ته لانجې جوړوي.

د کندهار یوه بل ټولنیز فعال محمد عمر ساطع وویل، پاکستان چې له ۱۹۴۷ زېږدیز کال راهیسې د هغه مهال د بریتانیا د استعماري سیاست پر بنسټ جوړ شوی، تر ننه نه یوازې افغانستان بلکې نورو ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته یو تلپاتې سرخوږی دی.

ده زیاته کړه، پاکستان افغانستان د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو، القاعده او داعش د روزلو او مسلح کولو کمپونه جوړ کړي او دلته یې د جګړې لپاره رالېږي.

د ده په خبره، د پاکستان دا کردار د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر څنګ د ټولې نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

login or register a new account.

Related Topics