کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د مذهبي ډلې له مشر مولانا سميع الحق سره ليدلي دي.
زاخېلوال په ټولنيزه شبکه ټوېټر کې ليکلي چې د جمعيت علما اسلام ګوند له مشر مولانا سميع الحق سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې خبرې کړې دي.
خو د افغانستان سفير د دې ليدنې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
بلخوا پاکستاني رسنيو د جمعیت علمای اسلام ګوند د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې افغان سفير له نوموړي څخه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په تېرو څو مياشتو کې د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره د افغانستان د سفیر ډاکتر محمد عمر زاخېلوال دا درېيمه کتنه ده.
د ياد ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفير ډاکتر زاخېلوال د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي او په دې برخه کې يې له مولانا سميع الحق څخه د رول ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
د يادونې ده، افغان طالبان ډېرى د مولانا سميع الحق شاګردان دي او ورسره نږدې اړيکې لري، له همدې امله مولانا سميع الحق ته د طالبانو پلار هم ويل کېږي.
login or register a new account.