کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار په هېواد کې وروستيو ايتلافونو ته په اشارې سره ويلي، دا ډول ايتلافونه تر ډېره په واک کې د زياتې برخې اخيستلو لپاره جوړيږي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار دغه څرګندونې د افغانستان د ځوانانو د پرمختګ ټولنې له پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د يادونې ده چې د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق څه موده مخکې په ترکيه کې د حکومت پر ضد ايتلاف جوړ کړى و.
د حزب اسلامي مشر په هېواد کې وروستيو ايتلافونو ته په اشارې سره ويلي، دا ډول ايتلافونه تر ډېره په واک کې د زياتې برخې اخيستلو لپاره جوړيږي.
د حزب اسلامي مشر څرګنده ګړه، ايتلافونه بايد د يو بل پر ضد نه وي او شعار يې هم سپېڅلی وي، نه دا چې د دغو ايتلافونو په چوکاټ کې شخصي او ګوندي ګټې و پالل شي.
نوموړی وايي، هغه ايتلافونه چې سرتاسري سولې ته د رسېدو، د جګړې د پای ته رسېدو او د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره جوړيږي، حزب اسلامي يې ملاتړ کوي.
حکمتيار د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشران يو ځل بيا جوړجاړي ته راوبلل او ټينګار يې وکړ چې د هېواد بحران ته دې د خپلمنځي خبرو اترو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
د حزب اسلامي مشر ويلي، افغانان خپلې ستونزې په خپله حل کولی شي او د ګاونډيانو په ګډون له هېڅ بهرني هېواد څخه دا تمه نه شي کېدای چې روانه جګړه پای ته ورسوي.
هغه زياته کړې، حکومتي مشران بايد د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي او په خپلو ناکاميو اعتراف وکړي.
حکمتيار له ځوانانو وغوښتل چې يو موټی شي او د هېواد په مسايلو کې فعال رول ولوبوي.
نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ چې د سولې په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي تر څو له هېواد څخه د جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.
هغه زياته کړه، په هېواد کې روانه جګړه بايد نوره پای ته ورسيږي؛ ځکه دده په وينا، اوسنۍ جګړه د پرديو موخو لپاره روانه ده او د دې جګړې په پای ته رسولو کې ځوانان مخکښ رول لوبولی شي.
د يادې ټولنې په استازيتوب فيصل عظيمي له افغان دولت سره د سولې د تړون لاسليکېدل يو ښه زيری وباله.
نوموړي زياته کړه، ټول افغانانو د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د هڅو ملاتړ کوي او دې ته سترګې پر لاره دي چې په هېواد کې سرتاسري سوله راشي.