کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦) : په کابل کې د پاکستان نوي سفير دافغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره پر سولې او لويو اقتصادي پروژو خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفير نصر الله خان زاهد صلاح الدين رباني سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دغې تعارفي ليدنه کې دواړو لوريو پر بېلا بېلو اقتصادي، سياسي او فرهنګي موضوعاتو خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دوى په دواړو هېوادونو او سيمه کې د سولې او ثبات او د لويو سيمه ييزو اقتصادي پروژو او په ځانګړې توګه د ټاپي پروژو د عملي کولو پر ګډو اقداماتو ټينګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني افغان محصلينو ته د لوړو زده کړو لپاره د ٧٠٠ بورسونو په ورکړې له پاکستان څخه مننه وکړه.
د پاکستان سفير په دې ليدنه کې ژمنه کړې چې د خپل ماموريت پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا لپاره هلې ځلې کوي.
بلخوا د پاکستان د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله پر اوښتي ځاني او مالي زيانونو خواشيني څرګنده شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د پاکستان حکومت او خلک په دې غم کې له افغانانو سره شريک دي.
login or register a new account.