Language

په شاولیکوټ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته

کندهار (پژواک، ۳ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

که څه هم چارواکو خبر ورکړی و چې کشفي ارګانونه د یرغمل شوو وګړو د ساتلو د ځای پر تثبیتولو کار کوي، څو هغوی د وسله والو له بنده خلاص کړي، خو داسې ښکاري چې تر دې مهاله په دې کار کې پاتې راغلي دي.

وسله والو طالبانو پنځه ورځې وړاندې دغه ملکي وګړي د کندهار- اروزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ماڼو او چنار په سیمو کې هغه مهال یرغمل کړل چې پر امنیتي پوستو او یوې پوځي قرارګاه یې بریدونه وکړل.

وسله والو د یرغمل شوو ۷۰ ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو کشفي ارګانونه لا هم د یر غمل شوو وګړو د ساتلو د ځای پر تشخیصولو کار کوي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.

ده زیاته کړه، اوس مهال د یرغمل شوو  وګړو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري، خو داسې ښکاري چې هغوی لا هم له وسله والو سره بندیان دي.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونه په ټول توان د یرغمل شوو وګړو د خلاصون په موخه له ممکنه لارو چارو کار اخلي.

بل خوا وسله والو طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د ملکي وګړو د نیولو په اړه د چارواکو څرګندونې بې اساسه ګڼلې دي.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي: ((څو ورځې وړاندې طالبانو د شاولیکوټ ولسوالۍ په چنار، ماڼو او باغ دهسره سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او ټولې پوستې یې ونیولې چې پر مهال یې ګڼ شمېر پولیس ووژل شول او ۱۷ تنه ونیول شول چې له تحقیقاتو وروسته بېرته پرېښودل شول.))

د ده په خبره، له دوی سره د ملکي وګړو په نوم څوک بندیان نه دي.

خو د شاولیکوټ ولسوالۍ د ماڼو، چنار او یو شمېر نورو سیمو شاوخوا ۵۰ اوسېدونکي چې د وسله والو د بریدونو له امله کندهار ښار ته راغلي، وايي چې د یادو شوو کلیو ډېری اوسېدونکي وسله والو طالبانو بيولي چې یو شمېر یې هغوی وژلي او ګڼ نور اوس هم ورسره بندیان دي.

حاجي محمد نعیم د هغو ۷۰ کسانو له ډلې یو دی چې وسله والو یرغمل کړي وو او د ده په ګډون یې ۳۰ تنه له پلټنو وروسته خوشې کړي وو.

login or register a new account.