کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٦): د حزب اسلامي مشر د امن راوستو لپاره د عدالت ټينګښت اړين بولي، وايي هڅې کوي چې قومي شوراګانې او پخواني جوړښتونه بېرته ورغول شي تر څو د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست د مطبوعاتي څانګې په خبرپاڼه کې راغلي چې ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې تېره ورځ د منګلو شورا له مشر او غړو سره په کتنه کې وکړې.
د حزب اسلامي امير په دې کتنه کې د روسانو پر وړندې په جهاد کې د منګلو سرښندنې ستايلي او د دغه قوم له مشرانو يې غوښتي چې متحد شي او په خپلو سيمو کې د جګړې مخه ونيسي.
حکمتيار وېيلي: "زموږ هڅه داده چې قومي شوراګانې او پخواني جوړښتونه بېرته ورغول شي تر څو د جګړې په پای ته رسولو کې همکاري وکړي."
د ده په وينا، د سولې د ټينګښت تر ټولو لنډه، آسانه او ارزانه لار دا ده چې قومي مشران جګړه تحريم کړي او د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي.
هغه وېيلي چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو د ګټو لپاره روانه ده او بايد ژر پای ته ورسي.
د حزب اسلامي امير یو ځل بيا له اوسني نظام څخه په ملاتړ ټينګار کړى او هغه ډلې يې ګواښلې چې له نظام سره مخالفت او د ړنګولو هڅې يې کوي.
د حزب اسلامي مشر په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې او زياته کړه يې ده چې ټولو قومونو ته بايد د هغوی حقوق ورکړل شي.
حکمتيار وېيلي:" که غواړو چې امن راشي بايد لومړی عدالت ټينګ شي او نور د کوچينو ډلو لخوا د حکومت کولو وخت تېر دی."
په خبرپاڼه کې راغلي چې د منګلو شورا مشر او غړو په دې کتنه کې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې د معاهدې ملاتړ کړى، د جګړې په پای ته رسولو کې يې د حزب اسلامي د مشر هڅې ستايلي او د يادې معاهدې له مخې رامنځته شوي شرايط يې په هېواد کې د سولې د ټينګښت او پرمختګ لپاره تاريخي فرصت بللى.
سرچينه ليکي: "د منګلو مشرانو وويل، خلک له اوسني دردناک حالت نه د وتلو لپاره د يو ښه قیادت په لټه کې دي او ستاسو (حکمتیار) تر مشرۍ لاندې د سولې او ثبات د راوستلو هيله لري."
يادو قومي مشرانو د حزب اسلامي له هڅو ملاتړ کړى او دوى هم د سولې او امنيت په ټينګښت کې د قومونو ونډه اړينه بللې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن