Language

په کندهار او زابل کې ۶۰ وسله والو او ۱۷ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۹۶): د کندهار ولایت د معروف او ارغستان ولسواليو تر منځ د وام درې په سیمه کې وسله والو د سرحدي پولیسو پر دوو پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو تېره شپه دوولس بجې په یاده شوې سیمه کې پر  دوو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې پولیسو یې پر وړاندې مقاومت وکړ او د دواړو لورو تر منځ د سهار تر پنځو بجو جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دی وايي، په وژل شوو کې د غیرت په نوم د وسله والو قوماندان هم شامل دی.

د ده په خبره، په دې جګړه کې درې سرحدي پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو یوه امنیتي سرچینه بیا په دې جګړه کې د وژل شوو سرحدي سرتېرو شمېره  لس تنه ښيي او وايي چې لس  نور سرتېري وسله والو له ځان سره  بيولي دي.

بل خوا د زابل ولایت اړوند په شملزو ولسوالۍ کې هم د سرحدي سرتېرو پر پوستو په بریدونو کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بریدونه د یادې شوې ولسوالۍ اړوند د جمعه خان کلي پر امنیتي پوستو شوي چې د ډيورنډفرضي کرښې په صفري برخه کې پروت دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، لسګونو وسله والو تېره شپه په یاده شوې ساحه کې د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په دې جګړه کې  لس وسله وال وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي او دغه راز  څلور سرحدي پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو د شملزو ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۱۵ سرتېري وژل شوي او وسله والو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم وړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.