ژبه

پکتیا کې د کابل بانک له تړل کېدو سره خلک له ستونزو سره مخ شوي

ګردېز(پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): په پکـتيا کې له تېرو شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې پر کابل بانک له وسله وال بريد وروسته دغه بانک تړلى چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غويي مياشتې په ٣٠مه يو شمېر وسله والو په مرکز ګردېز کې پر کابل بانک بريد وکړ چې له امله يې درې تنه و وژل شول او ٣٠ نور ټپيان شول.

له دغه بريد وروسته ګردېز کې کابل بانک تړل شوى چې له امله يې امنيتي ځواکونو، ښوونکو او نورو دولتي کارکوونکو په همدې موده کې مياشتنې تنخواوې نه دې ترلاسه کړې.

د ګردېز ښار د يوې لېسې ښوونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې خوا معاشونه ډېر کم دي او له بل پلوه کابل بانک بند دى، هېچا تنخوا نه ده اخيستې.

ده وويل: ((پيسې جدي ضرورت دی، معاشونه مو بند دي او ضرورتونه ډېر دي، مجبور قرض يې کړو؛ ځکه د ټولې پکتيا معاشونه بند دي. دا بايد بېخي ژر بېرته خلاص شي.))

د محمدرحيم په نوم يوه پوليس پژواک ته وويل چې ځيني ملګري يې د ډېرو اقتصادي ستونزو له امله مجبورېږي چې د تنخوا ترلاسه کولو په موخه بل ولايت ته سفر وکړي.

دی وايي: ((ځيني خلک نورو ولايتونو ته ولاړل، خو چې پنځه زره روپۍ دې معاش وي او په هغه کې زر، دوه زره په کرايو ولګوې، نو څه به پاتې شي. ټول مشکلات لري.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د ولايتي شورا غړي هم دا مسئله جدي او مهمه بولي او وايي چې په دې اړه ورته د بېلابېلو برخو د کارکوونکو شکايتونه رسېدلي او د کابل بانک د ژر پرانيستل کېدو غوښتنه کوي.

د دې شورا غړي محمدالرحمن قادري پژواک ته وويل چې دولتي کارکوونکو ته پر وخت د تنخوا نه ورکول سره له دې چارې ټکنۍ کوي، پر بازار هم بدې اغېزې کوي.

هغه زياته کړه: ((دا چې معاش نه ورکوي، د دوکاندارانو او سبزي فروشانو هم سمه سودا نه کېږي هغوى هم په مشکل کې دي.))

د قادري په وينا، په ګردېز کې د کابل بانک ځاى مناسب نه دى تر دې وړاندې هم بريدونه پرې شوي دي.

login or register a new account.