کندهار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۶): د کندهار د هوايي ډګر پوليسو درې تنه قاچاق وړونکي نیولي چې په خپلو خېټو کې یې هیرویین هند ته قاچاق کول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو مشر سمونوال محسن الله د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، درې تنه چې یو یې د پاخه عمر لرونکی دی د هیرویینو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغو درېیو تنو په خپلو خېټو کې ۲،۲۹۰ کیلوګرامه هیرويین ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هند ته یې قاچاق کړي.
د ده په خبره، د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نیول شوي کسان څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
محسن زیاته کړه، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې هڅې چټکې کړي او په دې لړ کې یې په هوايي ډګر او بندرونو کې تدابیر ډېر کړي دي.
ده دا هم وویل چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې ۵۳ لوی او کوچني قاچاق وړونکي نیولي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي ، څو خپله قانوني سزا وګالي.
د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي کسان وايي چې له ډېرې ناچارۍ او غربته یې دې خطرناک کار ته مخه کړې وه.
د نیول شوو کسانو له ډلې عبدالحفیظ پژواک خبري اژانس ته وویل، بې کاره و او هېڅ کار نه ورته پیدا کېده چې بالاخره د خپلو ملګرو له خوا تېر ایستل شو او دې کار ته اړ شو.
دی وايي، پولیسو له خپلو دوو نورو ملګرو سره په داسې حال کې ونیوه چې په خپلو خېټو کې یې هیرویین ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هند ته یې ولېږدوي.
تر دې وړاندې هم په کندهار کې یو شمېر کسان نیول شوي چې په خپلو خېټو کې یې نشه یي توکي بهر ته لېږدول.
login or register a new account.