ژبه

جګړا: افغانستان مو مهم ګاونډى هېواد دى

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د خيبر پښتونخوا ايالت والي وايي چې افغانستان يې مهم ګاونډى هېواد دى او ورسره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

دغه څرګندونې د خيبر پښتونخوا والي اقبال ظهر جګړا د زمري په ٢٣مه په کابل کې د پاکستان د سفارت په ودانۍ کې د دغه هېواد د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.

د پاکستان د خپلواکۍ ٧٠مه کاليزه نن په داسې حال کې د پاکستان په سفارت کې ونمانځل شوه چې په کې د پاکستان سفير، زاهد نصرالله خان، د خيبر پښتونخوا والي يا ګورنر اقبال ظفر جګړا، د سفارت کارکوونکو او په کابل کې مېشتو پاکستاني وګړو برخه اخيستې وه.

د خيبر پښتونخوا والي چې په يادو مراسمو کې د ګډون لپاره له پېښور څخه کابل ته راغلى، وويل چې هېواد يې په تېرو ٧٠ کلونو کې ډېر پرمختګ کړى دى.

هغه د افغانستان او پاکستان نږدې اړيکو ته په اشارې سره وويل چې افغانستان يې ډېر مهم ګاونډى هېواد دى.

نوموړي د خپل هېواد د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع