کابل(پژواک،٢٦زمرى٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل ښار کې د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI) د يوه غړي د نيول کېدو خبر ورکړى او وايي چې دغه تن له څلورو کلونو را هيسې يوشمېر کسانو ته د جاسوسي روزنې او د افغانستان دولتي ادارو ته د هغوى د استولو مسوول پاتې شوى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د پاکستان دغه استخباراتي کار کوونکى درې اوونۍ مخکې د کابل په نوي ښار سيمه کې د ملي امنيت د منسوبينو په يوه ځانګړي اقدام کې نيول شوى دى.
سرچينه زياتوي،نيول شوى کس الله نور نوميږي، په امان الله مشور دى او د بلوچستان د چمن اصلي اوسېدونکى دى چې له ٢٠١٣ کال راهيسې يې په افغانستان کې يوشمېر کسانو ته د جاسوسۍ روزنې په برخه کې فعاليت کاوه.
سرچينې زياته کړې چې د پاکستان د استخباراتو دغه غړي ته په پاکستان کې د بزګرۍ، موچي ګرۍ، سوال ګرۍ، د ځاى ټاکلو، وسلې ويشتلو او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې او وروسته يې يوشمېر کسانو ته د جاسوسي او په افغانستان کې دولتي ادارو ته د هغوى د استولو روزنه پيل کړې ده.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د (اى ايس اى) دغه غړي په افغانستان کې د پاکستان داستخباراتي ادارې د ٩٣٤او ٢١رياست امرونه عملي کول.
په هغه ويډيو يي کليپ کې چې د ملي امنيت د عمومي رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوى دى،ښيي چې د(ISI)دغه نيول شوى غړي وايي چې د طالبانو له يوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره يې ليدلي او د طالب چارواکو او د (اى ايس اى) د غړيو ترمنځ يې د ناستو زمينه هم برابره کړې ده.
د ملي امنيت رياست وايي چې الله نور په خپلو خبرو کې ويلي:" (ای ايس اى) تل وسله وال طالبان تجهيز اوتمويل کړي دي او د (ISI) د استازي په شتون کې له طالبانو سره د عربي هېوادونو مرستې هم کېږي؛ خو له طالبانو سره د روسيې او ايران مرستې د (ISI . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن