ترينکوټ(پژواک،د وږي لومړۍ نېټه٩٦): په اروزګان ولايت کې د څه باندې ١٥ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې ٢٨ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، دا شنې خونې یا ( Green Houses ) به په دغه ولایت کې د سړ خونو یو ښه بدیل وي او له بله لوري به دا شنې خونې تر یوې کچې د وروستیو جګړو پر مهال کروندګرو ته د اوښتو زیانونو جبران شي.
د اروزګان والي محمد نذیر خروټي د یادو شنو خونو د ګټي اخیستنې پر مهال وویل چې په دې ٢٨ شنو خونو ١٥،٥ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.
خروټى وايي، د دغو شنو خونو د حاصلاتو لپاره به د مارکېټ په پیدا کولو کې هڅې وکړي او پر یو شمېر دولتي ادارو به هم فشار اچوي چې د بهرنیو توکو پر ځای له کورنیو سبزیجاتو څخه ګټه واخلي.
په دې غونډه کې د اروزګان د کرنې ريیس زلمي الکو وويل چې یادې شنې خونې یې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په امنو سيمو کې جوړې کړې دي.
الکو زیاتوي، کروندګر یې دې برخه کې روزلي او هم ورته د څو ډوله سبزیجاتو د اصلاح شویو تخمونو تر څنګ کیمیاوي سره هم ورکوي.
login or register a new account.