کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦) : د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني به د هندوستان لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير سره د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي.
هندي رسنيو خبر ورکړى چې صلاح الدين رباني نن نوي ډيلي ته رسېدلى او ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ لومړي وزير نريندرا مودي او د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن سوشما سوراج سره وګوري.
سرچينې زياته کړې، رباني به له هندي چارواکو څخه د نورو همکاريو ترڅنګ په نظامي برخه کې د همکاريو د زياتولو غوښتنه وکړي.
دغه راز په راپور کې راغلي، رباني به له هند څخه وغواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپل رول پراخ کړي.
ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د عملي کېدو د کمېسيون غونډه هم جوړه شي.
صلاح الدين رباني په داسې حال کې هند ته سفر کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره کې له هند څخه غوښتي وو چې د افغانستان په اړه خپل رول ته پراختيا ورکړي.
login or register a new account.