کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): د کابل نوى والي وايي، په کابل کې به متوازنې پراختيا ته پام وکړي، په ولايتي ادارو کې به د بروکراسۍ او فساد مخه ونيسي او کابل کې غصب شوې ځمکې به د غاصبينو له منګولو وباسي.
محمد يعقوب حيدري، د ولسمشر د حکم له مخې د محمد حامد اکرم پر ځاى د کابل د والي په توګه ګومارل شوى او محمد حامد اکرم چې د ۱۳۹۴ کال د تلې په مياشت کې د کابل د والي په توګه ټاکل شوی و، د عمر د ډېروالي له امله تقاعد شوى دى.
محمد يعقوب حيدري نن د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او سلاکار محمد الماس زاهد له لوري د کابل د والي په توګه د ولايت چارواکو ته ور وپېژندل شو.
زاهد د کابل له والي غوښتنه وکړه چې په رښتيني ډول خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
حيدري وويل چې دی به د اړوندو ادارو په همکارۍ، کابل کې د ځمکو د غصب مخه ونيسي او غصب شوې ځمکې به د غاصبانو له منګولو وباسي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د کابل په ګډون د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې يو عشاريه درې ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.
حيدري، د فساد پر وړاندې مبارزه له خپلو کاري لومړيتوبونه وبلله او زياته يې کړه: "په ادارو کې به اداري مراحل ساده کړو، هڅه به وکړو چې د امکان تر بريده ټولې چارې په برېښنايي ډول ترسره شي او په دغه ولايت کې به هر اړخيزې متوازنې پراختيا ته پاملرنه وکړو."
حيدري ټينګار وکړه چې د کابل ولسوالۍ په روغتيايي، روزنيزو، ټولنيزو، فرهنګي او د رغونې چارې، ثبات او امنيت په برخو کې کار ته اړتيا لري او دى به هڅه وکړي چې په دې برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستيال عبدالمالک صديقي د کابل د پخواني والي حامد اکرم د کړنو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې د کابل نوی والي حيدري په ملکي او نظامي برخو کې اړينه کاري تجربه لري او د ماسټرۍ تر کچې يې زده کړې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن