ژبه

په کابل کې تښتول شوې فنلنډۍ مېرمن خوشې شوه

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په کابل کې یې د هېواد یوه تښتول شوې مېرمن خوشې شوې ده.

راپورونه وايي چې دغې مېرمنې د سويډن له يوې خيريه موسسې سره دنده ترسره کوله او د روان زېږديز کال د مۍ مياشتې په ٢٠مه له کابل څخه تښتول شوې وه.

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت د وږي په ٢٣مه يواځې د هغې د خوشې کولو خبر ورکړى، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.

سرچينې زياته کړې چې د دې مېرمنې کورنۍ ته خبر ورکړل شوى دى.

د يادې مېرمنې د تښتونې پر مهال د سويډنۍ موسسې يو جرمنى وګړى له يوه افغان کارکوونکي سره وژل شوي وو.

login or register a new account.