کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه پوهنتون کې پر لوړو زده کړو بوخت او ځيني فارغ شوي محصلين له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
د کراچۍ په بقايي پوهنتون کې اوسمهال شاوخوا ١٥٠ افغان محصلين پر لوړو زده کړو بوخت دي او يو شمېر نور يې فارغ شوي، خو دوى وايي چې تحصيلي اسناد یې ثبت او راجستر نه دي.
د دغو محصلينو په استازيتوب نثاراحمد سالار پژواک اژانس ته وويل چې د افغان محصلينو تحصيلي اسناد په پاکستان کې د لوړو زده کړو قانون مطابق په (پي اېم ډي سي) کې ثبت او راجستر شوي نه دي او د ياد پوهنتون اداره په دغه کار کې ناغېړي کوي.
هغه وايي چې څو ورځې مخکې يې د پوهنتون مخې ته سوله ييز لاريون هم کړى و او که غوښتنې يې ونه منل شي؛ نو نور لاريونونه به هم وکړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مرستيال زردشت شمس وايي چې په کراچۍ ښار کې د افغان محصلينو د ستونزو د هواري هلې ځلې يې پيل کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې څو ورځې مخکې يې د کراچۍ بقايي پوهنتون د افغان محصلينو د ثبت د ستونزې د حل لپاره يې د پاکستان د PM &DC له رييس ډاکټر شبير لهړي سره وليدل.
شمس وايي، له هغه يې وغوښتل چې که د ستونزې سابقه او نوعيت په هر دول وي بايد هواره شي او افغان محصلينو ته نورې ستونزې جوړې نه شي.
د هغه په وينا، ډاکټر شبير په دې ليدنه کې وويل، ياد پوهنتون قصداً له مقرراتو څخه سرغړونه کړې او حتماً بايد جريمه ورکړي؛ ځکه چې له نافذه مقرراتو او اصولو څخه دوى خبر وو، خو بيا يې هم سرغړونه کړې ده.
شمس وايي، ډاکټر شبير کلکه ژمنه کړې چې د افغان محصلينو ستونزې به د خپلې ادارې د راتلونکې غونډې په اجنډا کې ونيسي او د هواري هڅه به يې وکړي.
زردشت شمس وايي: ((ياد پوهنتون د کونسل له لوري د يو محصل پر سر ۲۵ لکه کلدارې جريمه شوی او زموږ د محصلينو شمېر تر سلو زيات دی، نو په ټوليزه توګه بايد ٢٥٠ ميليونه کلدارې جرمانه ورکړي، خو اوس دا موضوع ډېره جدي شوې ده.))
د هغه په وينا، له بده مرغه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د پاکستان اړوندې ادارې د بې غورۍ له امله دا موضوع دومره پېچلې شوې ده.
د يادونې ده، اوسمهال د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې شاوخوا درې زره افغان محصلين په لوړو زده کړو بوخت دي.