کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): له وزيرستانه د ځوانانو او مدني فعالانو د نادرکه کېدو او بندي کېدو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
د کوزې پښتونخوا سياستوال او مدني فعال افراسياب خټک وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په وزيرستان کې يو شمېر ځوانان او مدني فعالان د پوځ له خوا نيول شوي دي.
هغه د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى جرم دا و چې دوى د سيمې له اوسېدونکو او ولس سره د امنيتي ځواکونو د ناسم چلند له امله غبرګون ښودلى و.
د نوموړي په وينا، په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکو له لوى اختر وروسته هغه مهال پر سياسي فعاليتونو بنديز ولګاوه چې د سيمې ځينو ځوانانو او د خپلو غوښتنو او ستونزو په اړه لاريون وکړ.
خټک وايي: ((په ټوله کې د قبايلي سيمې ځايي اوسېدونکي او په ځانګړې توګه ځوانان له ناروا بنديزونو سره مخ دي.))
هغه زياتوي چې دغه سيمه که له يوې خوا د ترهګرۍ او جګړو له امله زيانمنه شوې ده؛ نو له بلې د دولتي چارواکو او ځواکونو له خوا له دوى سره له سپکاوي ډک چلنده د سيمې اوسېدونکي پزې ته راغلي دي.
دغه پخواني سناتور او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړی افراسياب خټک وايي چې د سيمې اوسېدونکي د پلټنو په پلمه او کله چې خپلو کورونو او يا ښارونو ته ځي، نو په لاره کې د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول کېږي.
د نوموړي په وينا چې د وزيرستان خلک له خپلو بنسټيزو حقونو څخه محروم ساتل شوي دي.
په دې وروستيو کې له وزيرستان څخه ګڼ شمېر ځوانان او مدني فعالان ورک شوي، خو د سيمې اوسېدونکي او مدني ټولنې وايي چې هغوى د پوځ له خوا نيول شوي دي.
د رڼا پښتو ادبي ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د ضرب عضب او د ردالفساد په نوم عملیاتو کې د پاکستان د پوځ له خوا په وزيرستانونو کې ګڼ ملتپال، وطن پرست پښتانه ځوانان لا درکه شوي يا يې وژلي او مړي یې موندل شوي دي.
سرچينې زياته کړې : (( ښه بېلګه يې تېره اونۍ د امان الله لونګين په نامه ديوه مدني فعال ورکېدل دي، موږ په دې باور یو چې لونګین له پوځ سره دی، د بيټنې په کور برید، د کورنې غړې يې ټپیان شول، بل ځوان دلګير له شپږ میاشتي بند وروسته را خوشي شو، دیته ورته په لسګونه نورې پېښې هم په قبايلو کې شوې دي.))
يادې ټولنې د دې ټولو ستونزو په اړه د پاکستان له حکومت او نړیوالو غوښتنه کړې چې د پښتنو او انساني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري، د بيان ازادۍ ته دې چې د انسان لومړنی حق دی، درناوی وکړي.
هغوى زياته کړې، پښتانه ځوانان له ډېرو سختو شرایطو تېرېږي، د بېکارۍ، بېسوادۍ، جګړې او ناورین سره لاس او ګرېوان دي. که نړیوال په دې برخه کې مرسته نه شي کولی، د جګړې ټغر خو دې را څخه ټول کړي.
د پښتنو د ازادۍ تحريک له خوا په فېسبوک پاڼه کې ليکل شوي چې د وزيرستان درې ځوانان منظور احمد مسيد، جمال ماليار مسيد او شاه فيصل د پاکستان د پوځ له خوا نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د نيول شوو کسانو ګناه دا وه چې د پوځ خلاف يې غږ پورته کړى و.
د سياسي چارو کارپوه ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي چې د پاکستان حکومت او پوځ په لوى لاس د پښتنو د نسل پر له منځه وړو لاس پورې کړى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په وزيرستان کې وضعيت ډېر خراب دى، هره ورځ پر بېلابېلو نومونو ځوانان او د مدني ټولنې فعالان نيول کېږي او نوم پرې د ورکېدو ږدي.
ځلاند وايي چې د وزيرستان خلک نه غږ اوچتولى شي، نه لاريون کولى شي او نه هم چا ته خپل شکايت رسولى شي.
نوموړى وايي، دا څه ډول ډيموکراسي ده چې يو څوک دې د خپلې ستونزې لپاره غږ پورته نه کړي.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د وزيرستان د خلکو غږ واوري او ستونزو ته يې دې د هواري لپاره پر پاکستان فشار راوړي.