ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک: د اصلاحاتو موخه د چا د حذف په معنا نه ده

برمک: د اصلاحاتو موخه د چا د حذف په معنا نه ده

author avatar
21 Sep 2017 - 15:37
برمک: د اصلاحاتو موخه د چا د حذف په معنا نه ده
author avatar
21 Sep 2017 - 15:37

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۹۶): د مديريت او رهبرۍ په برخه کې د پوليسو د ٣٦ افسرانو د فراغت په غونډه کې د افسرانو د تقاعد عمر پر کمولو نيوکې وشوې خو د کورنيو چارو وزير وويل چې په دې اړه کومه ستونزه نشته.

په يادو ٣٦ کسانو کې ٢٢ جنرالان او پاتې يې تر هغوى ټيټ پوړي افسران دي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک نن کابل کې په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې د يادې روزنيزې دورې د جوړېدو په اړه وويل، افسران او جنرالان له دې سره سره چې په هره برخه کې اړينې تجربې لري خو اړتيا ده چې د پوليسو ټول منسوبين د نړۍ له پرمختګونو او نوښتونو سره اشنا شي.

دى وايي غواړي د کورنيو چارو په وزارت کې هر اړخيز اصلاحات رامنځته او د دغه وزارت د ټولو منسوبينو د وړتياوو لوړولو لپاره اړين پروګرامونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: "اصلاحات يو بهير دی چې له مخې به يې په تشکيلاتي، روزنيزو، مسلکي او نورو برخو کې د وړتياوو لوړوالي او مسلکي توب ته ډېر پاملرنه وشي، خو د اصلاحاتو د راوستو موخه دا نه ده چې څوک بايد حذف کړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د افسرانو او جنرالانو د تقاعد سن د تيټېدو په طرحه کار روان دى، خو په اړه يې جزييات نه دي خپاره شوي.

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د لوړو زده کړو د قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال سيد جلال جلال د فارغ شوو جنرالانو په استازيتوب وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د پلان او تګلارو جوړولو، مديريت او سياست په برخه کې اړينې زده کړې ترلاسه کړي دي.

هغه د جنرالانو او افسرانو د تقاعد عمر د ټيتولو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل: "داسې ګنګوسې دي چې په دولت کې د ننه ځينې سرچينې غواړي له وسله وال پوځه د خلقيانو او مجاهدينو نسل جارو کړي او ځای يې هغه ځوان او بې تجربې نسل ته پرېږدي چې دوی يې په خپله ګټه کارولی شي."

خو د کورنيو چاور وزارت سرپرست برمک وويل چې تر اوسه د ملي دفاع وزارت د افسرانو ذاتي قانون د طرحې په تعديل کار کېږي او کله چې په کورنيو چارو وزارت کې په دې اړه بحث پيل شو، په دقت به څېړنې وشي او وروسته به يې په اړه پرېکړه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.