ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: ګاونډي هېوادونه دې جګړې ته له لمن وهلو ډډه وکړي

ډاکتر عبدالله: ګاونډي هېوادونه دې جګړې ته له لمن وهلو ډډه وکړي

author avatar
21 Sep 2017 - 16:38
ډاکتر عبدالله: ګاونډي هېوادونه دې جګړې ته له لمن وهلو ډډه وکړي
author avatar
21 Sep 2017 - 16:38

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د سولې نړيوالې ورځې نمانځنه کې پر ملي يووالي د ټينګار او د سولې له پروسې سره د وسله والو مخالفينو پر يو ځاى کېدو د ټينګار تر څنګ له نړيوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې له افغانستان سره دې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

د حکومت اجرائيه مشر په کابل کې په دې اړه جوړ شوو مراسمو  ته په وينا کې هېوادوال د سولې او ملي يووالي حکومت لپاره د يوه بل منلو ته را وبلل.

نوموړى وايي تر هغو چې د هېواد بېلابېلو قومونو کې د يو بل منلو روحيه پياوړې نه شي او د ژبې، مذهب، سيمې او ولايت لپاره ځان له يو بل جلا وبولي، افغانستان به هېڅکله هم رښتيني سولې ته ونه رسېږي.

هغه وويل چې د سولې راتګ په هېواد دننه، سيمه او نړيواله کچه شرايطو ته اړتيا لري: ((که چېرې يو شمېر سوله پر خپل زيان او يو شمېر نور يې په خپله ګټه وبولي، هېڅکله به هم مثبته پايله تر لاسه نه کړو، خو د دې ستونزې حل لاره داده چې ذهنيت بدل شي، ذهنيتونه بايد د سولې راتګ ته چمتو شي او سوله په هيلو کې شامله کړو، دا ټکى به د سولې د پيل ټکى وي.))

هغه د سولې لپاره د سيمه ييزو شرايطو چمتو کول يوه اړتيا وبلله او ويې ويل چې افغانستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو غواړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او جګړې ته له زمينې مساعدولو مخنيوى وکړي.

هغه د دې يادونې تر څنګ چې نړيوال شرايط هم د سولې د تامين لپاره مساعد دي، وويل: ((څنګه چې خلکو د حکمتيار راتګ ته هرکلى وويل، نړيوالې ټولنې هم مثبت نظر درلود، هغه تاريخي اقدام چې حکمتيار او ملګرو يې وکړ، د سولې پر استحکام يو تلپاتې قدم دى.))

نوموړي وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل: ((په سوله کې دوه اړخونه سل په سلو کې هغه څه چې غواړي يې نه شي تر لاسه کولى، هېڅوک هم سل په سلو کې يو څه له لاسه نه ورکوي، نو يوه خپلمنځي لاره ده او په دې لاره بايد باور ولري، څو ور ورسېږو.))

د سولې عالي شورا مشر محمد کريم خليلي وويل چې جګړه د حل لاره نه ده او د جګړې دوام ګټه نه لري، له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او له سولې سره يو ځاى شي.

هغه زياته کړه: ((د سولې عالي شورا له داخلي کارونو اوس خلاص شوو، بايد ووايو چې سوله يوه اوږد مهاله لاره ده، د سولې له عالي شورا معجزه مه غواړئ چې په څو مياشتو کې به سوله راولي.))

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار چې په دې ناسته کې يې خبرې کولې، وسله وال مخالفين يې له سولې سره يو ځاى کېدو او په هېواد کې د امنيت تامين ته را وبلل.

هغه زياته کړه چې د سولې شورا بايد يوازې له طالبانو سره د پخلاينې په فکر کې نه وي، ممکن وسله وال مخالفين لسګونه کاله وروسته له حکومت سره هوکړې ته ورسېږي، دا شورا بايد د سياسيونو، خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو تر منځ د اختلافاتو حل او د قومي تعصباتو مخنيوي کې زياتې هڅې وکړي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد نذير احمدزي د نظام په منځ کې پر اختلافاتو د اندېښني تر څنګ وويل چې خلک د حکومت په داخل کې له اختلافاتو تنګ شوي، که چېرې د هېواد مشران او سياستوال دې کار ته ادامه ورکړي، ممکن خلک د هغوى پر ضد اقدام ته اړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.