کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان د لومړي وزير وروستۍ څرګندونې ردوي او وايي چې افغانستان او هندوستان د ترهګرۍ پر ضد ګډ هدف لري.
افغانستان دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزير د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې ګواکې هندوستان په افغانستان کې سياسي او نظامي رول نه شي لوبولى.
د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په نيويارک کې يوې غونډې ته ويلي وو، په افغانستان کې د هندوستان لاسوهنې د ستونزو د هواري پر ځاى نورې ستونزې را زېږوي.
خو د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال د پاکستان د لومړي وزير دغه څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي.
هغه د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((افغانستان خپلواک هېواد دى او له ټولو هېوادونو سره خپلې ملي ګټې په پام کې نيولو سره اړيکې پالي.))
د مينه پال په وينا، افغانستان او هندوستان د اقتصادي او سياسي اړيکو تر څنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګډ هدف لري؛ ځکه چې ترهګري دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښ دى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه چارواکى وايي چې له هندوستان سره د افغانستان اړيکې د هېڅ هېواد پر زيان نه دي او په دې تړاو دې څوک اندېښنه نه لري.
تر دې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال يوه کنفرانس ته ويلي وو چې د افغانستان او هندوستان اړيکې د پاکستان پر ضد نه دي.
هغه زياته کړې وه، افغانستان به هېڅکله له هندوستان سره په ګډه پاکستان ته زيان ونه رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه خپله اعلان شوې تګلاره کې له هندوستان څخه په افغانستان کې د ډېر رول لوبولو غوښتنه کړې وه.
login or register a new account.