کابل (پژواک، ۹ تله ۹۶) : د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ایران انقلابي ګارد سوریه کې د حکومت مخالفو پروړاندې دځوانانو ترڅنګ ګڼ شمیر افغان ماشومان هم د جګړې لپاره ګومارلي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه کډوال افغان ماشومان د ایران د اسلامي انقلاب ګارد اړوند "فاطمیون" افغان کنډک کې د حکوم مخالفو پروړاندې جنګېږي.
د یاد سازمان لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په جګړه ییزو فعالیتونو کې تر ۱۵ د ټیټو کلونو ماشومان ګومارل جنګي جرم ګڼل کېږي.
په راپور کې راغلي، ددوی څیړنو ډلې په ایراني هدیرو کې د قبرونو د شناختو داسې انځورونه اخیستي، چې سوریه کې د وژل شویو کسانو مړي پکې خښ کړل شوي، چې په وژل شویو کې اته هغه افغان ماشومان دي چې ښکاري سوریه کې جنګېدلي او وژل شوي دي.
د دغه سازمان په یوه راپور کې راغلي: "ایراني رسنیو راپور ورکړی چې لږترلږه شپږ افغان جنګېدونکي ماشومان سوریه کې وژل شوي.
په دوو پېښو کې عکاسانو د قبرونو داسې شناختې موندلې چې ښکاري د خښو کړل شویو عمرونه تر ۱۸ کلونو پورته دي، خو د ځینو وژل شویو جنګیالیو ایراني رسنیو ته ویلي، دوی ماشومان وو، خو عمرونه یې ددې لپاره لوړ ښودل شوي وو چې فاطمیون کنډک کې وګومارل شي."
د بشري حقونو د څار سازمان د منځني ختیځ مدیرې سارا لیه وایټسن پر ایران غږ کړی چې سم لاسي د جنګېدونکو ماشومانو د ګومارلو لړۍ ودروي او سوریه ته د جګړې لپاره ټول استول شوي افغان ماشومان بېرته ستانه کړي.
په ۲۰۱۵ کال، د ایران د کورنیو چارو وزارت د اټکل له مخې ایران کې ۲٫۵ میلیون افغانان اوسېږي، چې ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې داسې ثبوتي اسناد ترلاسه کړي وو چې ایران کې یوشمېر افغان کډوال په دې هدف په خپله خوښه سوریه کې جنګېږي چې ایران کې یې کورنۍ د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي.
له ۲۰۱۳ کال راهیسې، ایران زرګونه افغانان روزلي او ملاتړ یې کړی، چې ځینې یې د ایران د انقلابي ګارد اړوند "فاطمیون" کنډک کې سوریه کې جنګېدو ته ګومارل شوي.
login or register a new account.