ژبه

د پکتیا په ادارو کې د سرپرست رییسانو شتون چارې ټکنۍ کړې

ګردېز (پژواک، ١١ تله ٩٦): د پکتيا ولایت ١٣ ادارې لا هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې له امله يې يو شمېر چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

د دغه ولايت فعالان او ځوانان د تېر په څېر دې برخې ته د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې د ادارو لپاره دې وړ او پر کار پوه کسان پر دندو وګومارل شي.

دا مهال د پکتيا جاني خېل، ځاځي اريوب، احمدابا او شواک ولسواليو تر څنګ د پوهنې، روغتيا، چاپېريال ساتنې، ترانسپورټ، مخابراتو رياستونه او د پوهنتون مالي او اداري مديريت او د مرکزي احصايې اداره د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د پکتيا پوهنتون استاد محمد شفيق محمدي په مرکز او ولسواليو کې د لازمو چارو ترسره کولو، د ادارې د کمزوريو د نه حل او پروژو د نه ترسره کېدو يو لامل هم د سرپرستانو شتون بولي.

دی وايي: ((ډېری رييسان په ناقانونه ډول سرپرستان دي، يانې داسې رييسان شته چې له کلونو د سرپرست په توګه دندې ترسره کوي او له داسې ادارو د خلکو شکايتونه زيات او مخ په ډېرېدو دي؛ له ژمنو سره لا هم ځينې ادارې سرپرستان لري.))

مدني فعال اجمل مسعودزی هم ورته نظر لري او وايي چې د سرپرست رييسانو له امله په رياستونو کې لازم مديريت نشته او کارکوونکي يې هم سمه دنده نه ترسره کوي.

مسعودزي وويل: ((که سرپرست وغواړي، کارکوونکی د ناسم کار له امله له دندې نه شي لرې کولی او نه څوک ګومارلی شي، خپله هم د کار ترسره کولو لازم صلاحيت نه لري.))

د سوېل ختيځ زون مرکز پکـتيا کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر غلام علي جوشان هم مني چې د سرپرستانو په مشرۍ ادارې د رسمي اداري مشرانو په توګه صلاحيتونه نه لري او ځيني سرپرستان له قانوني مودې زيات وخت سرپرست پاتې شوي دي.

جوشان وايي: ((ځيني سرپرستان د ولسمشر په امر هم نه دي سرپرست شوي، بلکې د وزير په امر سرپرست راغلي چې دا خلاف د قانون دی.))

دغه راز د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي چې په مخابراتو رياست کې يې د رييس د سرپرستۍ له امله د ولسوالۍ اړوند ځينې مخابراتي چارې د يادې ادارې د مشر رسمي کېدو ته ځنډېدلې پاتې دي.

ده وويل: ((په مخابراتو رياست کې زما د مقرري د کارونو د خلاصېدو کار د رييس د سرپرستي له لاسه بند دی او بل دا چې په پکتيا کې د مخابراتو په برخه کې ځيني مشکلات دي او بايد له پلازمېنې حل شي، خو هلته هم ځکه ځنډېدلي چې رييس رسمي نه، بلکې سرپرست دی.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې ځيني رييسان د CBR پروسې له لارې ټاکل شوي، خو دا چې ياده پروسه اوږده ده او يو څه وخت نيسي نو ځکه يې د ټاکل کېدو رسمي مراحل پوره نه دي خلاص شوي.

حسرت وايي: ((موږ له مرکز نه په وار، وار غوښتنه کړې ده چې د CBR له طريقه چې يو څه وخت اخلي، په چټکۍ سره د پکتيا ادارو ته مسوولين را وګوماري.))

د سرپرستې قانون له مخې، د وزيرانو په ګډون د هېڅ يوې ادارې مسوول له درېيو مياشتو ډېر د سرپرست په توګه دنده نه شي ترسره کولاى.

د يادونې ده، د پکتيا تر څنګ په کابل کې هم د يو شمېر وزارتونو په ګډون ګڼې ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې خلک يې له چارو څخه شکايت لري.

ورته موضوع