کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٦): ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د سولې په اړه په روسيه، ترکيه او عمان هېوادونو کې غونډې جوړې شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف چې دا مهال په واشنګټن کې دى، له امريکا غږ سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې راتلونکو څو ورځو کې به په عمان کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې وشي.
هغه زياته کړې چې دا غونډه د روان زېږديز کال د اکتوبر مياشتې په ۱۶مه (د تلې ٢٤مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړېږي.
د نوموړي په وينا، په دې غونډه کې به د افغانستان، طالبانو، پاکستان او امريکا استازي ګډون وکړي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف داهم ويلي، چې پاکستان د سيمې د نورو هېوادونو په کچه پر طالبانو نفوذ نه لري.
د هغه په وينا، روسیه يو له هغو هېوادونو دی چې پر طالبانو يې نفوذ ډېر دی.
يادو هېوادونو تر اوسه د مسقط غونډې په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا په روانه اوونۍ کې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې هم د افغانستان د سولې په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي.
سرچينې وايي، دغه کنفرانس د اکتوبر په ١١مه (د تلې ١٩مه) د اړيکو نړيوال ګروپ له خوا جوړېږي چې په کې به تر ٥٠ زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان سولې پروسې او پرمختګونو په اړه خبرې وشي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازي تاداميچي ياماموتو پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې روسيه د افغانستان او سيمې په امنيت او سوله کې مهم او رغنده رول لوبولى شي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په مسکو کې د افغان سولې په اړه دوه غونډې شوې چې په لومړۍ هغه کې يې افغان دولت ګډون نه و کړى.
login or register a new account.