عشق اباد (پژواک، ٢٣ لړم ٩٦): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د "لاجورد لارې هوکړه ليک" چې د افغانستان په اړه د سيمې د اوومې اقتصادي ناستې (ريکا) مهمه برخه ده، د پنځو غړو هېوادنو ترمنځ لاسليک کېږي.

د سيمې د اقتصادي همکارۍ (ريکا) اوومه ناسته سبا (چهارشنبه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد ښار کې د سيمې او نړۍ د ٣٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٢٥ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو ترمنځ ترسره کېږي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مشر حسن سروش، د ريکا ناستې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه هوکړه ليک سبا د افغانستان، ترکيې، ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي.

سروش زياته کړه، د لاجورد لارې هوکړه ليک متن نهايي کول، د غړو هېوادونو ترمنځ د تېرو درېيو کلونو خبرو اترو پايله ده.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت ياد چارواکي وويل: "زموږ له نظره د لاجورد لارې هوکړه ليک، د ترانزيټ او ترانسپورټ په ډګرونو کې د سيمې له مهمو هوکړه ليکونو شمېرل کېږي."

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مشر، د ياد هوکړه ليک د تدوين موخه، د اسيا په کچه د ترانزيټ او ترانسپورټ په برخو کې د يوه منظم سيستم رامنځته کول وبلل.

هغه وويل: "موږ په دې باور يو، چې په ښه توګه د دغه هوکړه ليک په ترسره کولو سره به د سيمې او سيمو ترمنځ او دغه راز د سوداګرۍ د پراختيا په ډګر کې د پام وړ بدلونونو شاهدان يو."

د سروش د معلوماتو پر بنسټ، د لاجورد لارې هوکړه ليک پر دوه ټکو تمرکز کوي، چې ترانسپورټي کړنلاره او د ترانسپورټي جوړښتونو موضوع په کې شامل دي، د ياد هوکړه ليک د مادو په عملي کولو سره به نه يوازې د سيمې په کچه بنسټيزو تشو ته لاسرسى وشي، بلکې د ګمرکي موضوعاتو، ګمرکي اسانتياوو او نورو اسانتياوو لکه سوداګرو او پانګوالو ته د ويزې ورکړې په برخو کې ګامونه پورته شي.

سرچينې د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه چې د لاجورد لارې هوکړه ليک، د پنځو غړو هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي، خو پاتې نور هېوادونه به هم د ياد هوکړه ليک له لاسليک وروسته ياد هوکړه ليک سره د يوځاى کېدو فرصت ولري.

د لاجورد لاره، د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له مسيره له تورې بحيرې او له هغه وروسته له ترکيې سره له يوځاى کېدو وروسته افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي.

افغانان په دې باور دي، چې ياده لاره يو تاريخي واټ دى چې شا وخوا دوه زره کاله وړاندې د افغانسان په شمال ختيځ کې د بدخشان لاجورد، له همدې مسيره د منځنۍ اسيا او اروپايي هېوادونو ته صادرېدل، چې له همدې امله پرې د لاجورد لارې نوم هم اېښودل شوى دى.