کندوز ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د کندوز له دوو ولسواليو څخه د وروستيو جګړو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ بېځايه شوې دي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کندوز د کډوالو چارو رييس سلام هاشمي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو مياشتو کې امنيتي ځواکونو په امام صاحب او چهاردرې ولسواليو کې څو ځلې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دې عملياتو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ بېځايه شوې چې د کندوز ښار په ګډون يو شمېر نورو سيمو کې مېشت شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې شمېره کې ١٦ سوه کورنۍ له امام صاحب او څه باندې ١٤ سوه له چهاردرې ولسوالۍ څخه بېځايه شوې دي.))
هاشمي وايي چې د بېځايه شوو کسانو سروې يې پيل کړې، له مرستندويه موسسو او ټولنو سره يې د مرستې په اړه خبرې کړې او هغوى چمتووالى ښودلى دى.
د چهاردرې ولسوالۍ له غرو عيسى خېل کلي څخه بېځايه شوي قدوس پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو څو ځلې د ځمکې او هوا له لارې پر وسله والو طالبانو بريدونه وکړل.
ده وويل: ((ډېر سخت جنګ و، موږ مجبور شوو کندوز ښار ته کډه وکړو، خو تر اوسه هېچا موږ سره کومک نه دى کړى.))
د چهاردرې له قتل عام کلي څخه بېځايه شوي محمدعظيم پژواک ته وويل: ((جنګ ډېر و، ټولو کډه وکړه، له څو کليو څخه تقريباً نهه سوه کورنۍ کډه شوې، څوک يوې او څوک بلې خوا ته ولاړل.))
ده وويل چې حکومتي مسوولينو يواځې د کاغذ پر مخ د دوى نومونه ليکلي او تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.
دغه راز د امام صاحب اوسېدونکي محمد ناصر وويل چې له دې ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.
ده وويل: ((له يوې مياشتې ډېر وشول چې موږ دلته کندوز ښار ته راغلي يو، تر اوسه چا موږ ته هېڅ هم نه دي راکړي، سرپناه نه لرو، د خوراک لپاره څه نه لرو، هوا سړه ده او ماشومان ټول ناروغان شوي.))
ده ټينګار وکړ چې له دوى سره بايد بېړنۍ مرستې وشي؛ ځکه په ډېرو کورنيو کې په ځانګړې ډول ماشومان له ژمنيو ناروغیو سره مخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن