ژبه

ناټو: په افغانستان کې د ثبات لپاره باید په خپله افغانان لاس په کار شي

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د ناټو عمومي سرمنشي وايي چې په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې په خپله افغانان دغه کار ترسره کړي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه خرګندونې له امريکايي اژانس اى پي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې دوى به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو  د عمومي قوماندان جنرال نيکولسن د سرتېرو د زياتولو په اړه کړې غوښتنه پوره کوي.

جنرال نيکولسن غوښتنه کړې چې  د افغان ځواکونو د روزنې، مرستې او همکارۍ ماموريت لپاره ١٦ زره سرتېرو ته اړتيا ده، په داسې حا ل کې چې اوسمهال د ناټو د روزنې ماموريت د سرتېرو شمېر ١٣ زره دی.

د ناټو عمومي سرمنشي ويلي، د ناټو د دفاع وزيرانو په تېره غونډه کې ګڼ شمېر هېوادونو په دې اړه ژمنې کړې دي.

هغه زياته کړې: ((زه بشپړ ډاډمن يم چې په نوي زېږديز کال کې به د سرتېرو ياد شمېر پوره کړو.))

د سټولټنبرګ په وينا، د يو شمېر هېوادونو له خوا د ژمنو او د سرتېرو د شمېرې د اعلانولو لړۍ پيل شوې ده .

خو هغه زياته کړې چې دا سرتېري به هېڅکله په جګړو کې برخه وانه خلي، يواځېنۍ دنده يې د افغان ځواکونو روزنه او ورسره همکاري کول دي.

د نوموړي په وينا، که څه هم په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي، خو هلته پرمختګونه هم شوي دي.

ده زياته کړې،  افغان ځواکونه اوس په خپله د خپلو وسله والو مخالفينو له هر ډول بريدونو سره مقابله کولى شي  او د لويو ښارونو او ولايتونو د نيولو په اړه يې د طالبانو هڅې شنډې کړې دي.

نوموړي زياته کړې چې قطر او  متحده عربي امارات به هم ډېر ژر د ناټو روزنې ماموريت ته سرتېري وليږي، خو شمېر يې په ډاګه نه کړه.

دى وايي: ((پر پر دې کلک باور لرو چې په  افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو تر ټولو ښه لاره دا ده چې دغه کار په خپله افغانان ترسره کړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع