ګردېز (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا پخواني رييسان وايي چې ولايتي شورا لازمه خپلمنځي همغږي نه لري او نه يې هم کاري کمېټو کافي فعاليت کړی دی.
دوی وايي چې د درې کلونو په تېرېدو لا هم د يادې شورا پنځلس غړي نه دي توانېدلي چې کاري او نظري اختلافات حل او له اصولو سره سم له ادارو څارنه وکړي او خپله دنده ترسره کړي.
دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې نن د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا ولايت کې هم د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.
د ولايت د مرکز ګردېز ښار يو اوسېدونکی عبدالله پکتين وايي چې د ولايتي شورا ځيني وکيلان ډېری مهال غير حاضر وي او د رسمي کارونو پر ځای په شخصي هغو وخت تېروي.
نوموړی د ولايتي شورا رول ارزښتناک بولي او له يادې ادارې غواړي چې د دغه رول د ښه ترسره کولو لپاره سره متحد او عملي هڅې او اقدامات وکړي.
دی د ولايتي شورا د هغو کمېټو چې د هرې برخې لپاره د شورا په جوړښت کې شته، د نه فعاليت يو عمده لامل دا بولي چې د کمېټې په اړوند کومه اداره کې به يې خپلوان، دوستان يا داسې څوک وي چې نه غواړي اړيکې يې ورسره اغېزمنې شي او له امله يې کاري برخه پاتې کېږي.
پکتين وايي: ((ولايتي شورا که فعاله او غړي يې هڅې وکړې، ډېر څه کولی شي، د ولايت کارونه ورسره ښه او چټک کېدای شي، ستونزې او نيمګړتياوې را برسېره کولی او د حل لپاره ټولو ادارو ته ښودلی شي. وزارتونو، خپلواکو ادارو ته ورتلی شي او له همکارو موسـسو او سفارتونو مرستې جلبولی شي، خو له بده مرغه تر اوسه ګټور فعاليت نه لري او کاري کمېټې يې بېخي غير فعاله دي.))
د ولايتي شورا پخواني رييسان په دې اړه وېشلي نظرونه لري، ځيني يې ادارې په ستونزو ايجادولو ګرموي او ځيني نور بيا خپله وکيلانو ته د پړې ګوته نيسي.
د دوی له ډلې د شورا د لومړي کال رييس سردارخان ملنګ زوی وايي چې ستونزه په چارواکو او د ادارو په مسوولينو کې ده، له دې امله چې په خبره يې شخصي ګټې يې له ګواښ سره مخ کېږي، نه غواړي څوک يې له چارو خبر يا څار ترې وکړي.
هغه له پژواک سره په خبرو کې بله لويه ستونزه له ولايتي شوراګانو د څار د حق اخيستنې په اړه د ولسمشر غني فرمان ډېر زيانمن وباله او ويې ويل چې که څه هم ولسمشر خپل فرمان بېرته واخيست، خو له هغه وروسته لا هم ځيني مسوولين نه غواړي چې له کاره يې څارنه وشي.
ده زياته کړه: ((د تدارکاتو په کمېسيون کې زموږ يو نماينده و، د ولسمشر له فرمان وروسته مو نماينده هلته پاتې نه شو، خو کله چې ولسمشر فرمان بېرته واخيست لا هم هلته د ولايتي شورا استازی نه وي او په خپله اړوند اداره نه غواړي چې و اوسي، ولايت په خوښه د بندو دروازو تر شا قراردادونه کوي، که وکيلان غږ پورته کوي، نو بيا وايي چې شخصي ګټې غواړي.))
خو د شورا د درېيم کال رييس الامير بهرامزی بيا وکيلان پر کاري غفلت پـړه بولي او وايي چې د شورا غړي ډېری وخت غير حاضر وي او رسمياتو ته نه حاضرېږي.
login or register a new account.