ژبه

د سولې عالي شورا پلاوى اندونيزيا ته روان شو

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): په سوله کې د اندونيزيا له تجربو د ګټې اخيستنې په موخه د سولې عالي شورا يو لوړ پوړى پلاوى دغه هېواد ته روان شو.

د افغانستان د سولې عالي شورا منشي امين الدين مظفري اندونيزيا ته تر روانېدو مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي د دغه پلاوي مشري کوي.

هغه زياته کړه چې دغه پلاوى به د اندونيزيا له لوړو پوړو چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د سولې پر موضوع هم خبرې اترې وکړي.

مظفري وويل، د اندونيزيا يوه ولايت له خپل حکومت سره ٤٠ کاله جنګونه کړي، خو وروسته يې شخړه د سولې د خبرو اترو له لارې هواره شوه.

د نوموړي په وينا، د سولې عالي شورا غواړي چې د سولې په اړه د اندونيزيا له دې تجربې په ګټې اخيستنې په افغانستان کې د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

بلخوا په کابل کې د اندونيزيا سفارت هم د خپل هېواد پلازمېنې جاکارتا ته د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي د سفر خبر ورکړى دى.

د ياد سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سفر هوکړه د روان زېږديز کال په اپرېل مياشت کې اندونيزيا ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان او اندونيزيا ولسمشرانو په جاکارتا کې د ليدنې پر مهال د سولې په پروسه کې د همکاريو او د سولې شورا د پلاوي د سفر پرېکړه کړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه اوونۍ مخکې کابل ته د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې د سفر پر مهال د سولې عالي شورا له مشر کريم خليلي سره د دغه سفر په اړه خبرې اترې کړې وې.

د اندونيزيا سفارت ويلي چې له دغه سفر څخه موخه د سولې او ملي پخلاينې په برخه کې د يو بل له تجربو ګټه اخيستنه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سفر پر مهال به د سولې افغان پلاوى د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويډوډو، مرستيال ولسمشر جوسوف کلاوېل او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

سرچينې ويلي چې افغان پلاوى به دغه راز د اندونيزيا د اسلامي ټولنې له مشر او د هغه ولايت له والي سره هم وګوري، چېرته چې ٤٠ کاله جګړې وې.

login or register a new account.