ژبه

بهرامي: افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د سیمې په کچه ځوان مسلکي پوځ ولري

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير وايي چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د سيمې په کچه ځوانه مسلکي اردو ولري.

دغه څرګندونې د ملي دفاع وزير تورن جنرال طارق شاه بهرامي په واشنګټن کې د افغانانو يوې غونډې ته کړې دي.

هغه زياته کړه چې له يو شمېر امريکايي پوځي او ملکي چارواکو سره يې د افغان ملي ځواکونو پر روزنې او پياوړتيا خبرې کړې دي.

جنرال بهرامي زياته کړه، د افغانستان دښمنانو سږ کال ډېره هڅه وکړه چې یو شمېر سیمې ونیسي، خو افغان ځواکونو هغوی ته د دغه کار اجازه ورنه کړه او پرې یې نه ښودل چې خپلو موخو ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، افغان ځواکونه د تېر کال په پرتله ښه حالت لري او د هوايي پوځ د پیاوړي کولو او تجهیز او د کومانډو ځواکونو د شمېر زیاتېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

بهرامي وايي چې په ملي اردو کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شوې او افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د سیمې په کچه ځوانه مسلکي اردو ولري.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير د امريکا له مرستيال دفاع وزير سره د امريکا پر افغان ستراتيژۍ خبرې کړې دي.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې له مرستيال دفاع وزير شناهان سره دا ليدنه پرون په پنټاګان کې شوې او دواړو خواوو د ولسمشر ټرمپ د اعلان شوې ستراتيژۍ ملاتړ وکړ.

د امريکا مرستيال دفاع وزير په دې ليدنه کې ډاډ ورکړى چې ځواکونه به یې د افغان ځواکونو مرستې او همکارۍ ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.