کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ځانګړي ملکي استازي د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې سره د اسيا زړه کنفرانس په اړه خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستيالې عادلې راز د ناټو سازمان له ملکي استازي کورنليوس زيمرمن سره ولیدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې دواړو خواو د اسیا زړه- استامبول پروسې د وزیرانو راتلونکې ناستې دایرولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده دغه کنفرانس راتلونکې اوونۍ د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شي.
د راپورونو له مخې، ولسمشر اشرف غني به هم په دغه کانفرانس کې ګډون وکړي.
مېرمن راز د استامبول پروسه د سیمه ییزو همکاریو یو مناسب پلاټفورم په توګه یاد کړ او د دغه بهیر په کاري برنامه کې يې اقتصادي او امنیتي همکارۍ د پلې کېدو وړ وبللې.
د ناټو ملکي استازي زميرمن د افغانستان پر وړاندې د ناټو سازمان د ښه نیت په څرګندولو سره، افغانستان ته د ناټو د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه چې ناټو سازمان د نظامي همکاریو تر څنګ ژمن دی څو په نورو سیاسي او اقتصادي برخو کې هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام او زياتوالی ورکړي، څو په افغانستان کې د پرمختګ، سولې او ټیکاو شاهد و اوسي.
مېرمن راز ، له افغانستان څخه د ناټو رول ته په اشارې سره، افغانستان کې ثبات د سیمې ثبات وباله او په دې لاره کې يې د اروپايي، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ هیله وکړه.
login or register a new account.