کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦) : سره له دې چې دافغانستان حکومت پر ايران نيوکې کړې چې د سوريې جګړو ته افغانان لېږي، خو د حکومت د اجراييه رييس دويم مرستيال محمد محقق په ياد هېواد کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې ده.
د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق يادې څرګندونې د ايران پلازمېنې تهران ته د خپل سفر پر مهال د" اهل بيت مينه والو" تر نامه لاندې يوې غونډې ته کړې دي.
دا غونډه په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو او ايرانيانو د ځانګړي ځواک (لشکر فاطمينون) د مشر جنرال قاسم سليماني په ملاتړ او وياړ جوړه شوې وه.
محمد محقق په خپله وينا کې د جنرال قاسم سلیماني او د افغانانو په ګډون له هغو ټولو وسله والو مننه وکړه چې په يادو جګړو کې يې برخه اخيستې وه.
جنرال قاسم سلیماني په سوریه کې د فاطمیون لښکر د جوړېدو يو له اصلي طراحانو څخه بلل کېږي چې په ايران کې مېشت افغان کډوال د سوريې جګړې ته هڅوي.
د اجراييه رياست دويم مرستيال زياته کړې:" له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې، د هغوی له بریا د زړه له کومې مننه کوم. او همدارنګه په دې جګړو او برياوو کې د قاسم سلیماني او سید حسن نصرالله ونډه ډېره ښکاره وه ."
دغه راز محقق په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر شتون او فعاليتونو ژوره اندېښنه وښوده او ويې ويل چې اوسمهال لس زره داعش وسله وال په افغانستان کې مېشت دي.
د اجرایي رییس دویم مرستیال ټینګار کوي چې د افغانستان د شمال له ناامنه کېدو سره منځۍ اسیا ته هم ګواښونه زیاتېږي او سیمهییز هېوادونه باید د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
محقق په داسې حال کې په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې چې د افغانستان حکومت څو ځلې د ايران پر دې کار نيوکه کړې او په وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د څېړنو خبر ورکړى دى.
په ټولنيزو شبکو کې د محقق پر دغو څرګندونو کلکې نيوکې شوې دي.
ژورنالېست هارون نجفي زاده په ټويټر کې ليکلي:" دا ډېره د حيرانتيا خبره ده، د اجراييه رياست مرستيال په کوم ظرفيت دا ډول خبرې کوي او د ايراني هغو جنرالانو ستاينه کوي چې افغانان د سوريې جګړو ته لېږي."
د ټولنيزې شبکې بل کاروونکي قدير صديقي ليکلي، محقق دا ډول څرګندونو سره قصدا داعش ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې نيابتي جګړه زياته کړي.
login or register a new account.