ژبه

افغانانو د اروپا پارلمان مخې ته د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو لسګونو افغانانو په هېواد کې د سولې او امنيت په موخه او د پاکستاني بريدونو پر ضد د اروپايي پارلمان مخې ته لاريون وکړ.

د لاريون يوه تنظيموونکي شان پاچا شينواري د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاريون پرون له غرمې وروسته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته وشو.

هغه زياته کړه چې په لاريون کې د بلجيم تر څنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو او د کوزې پښتونخوا يو شمېر اوسېدونکو هم برخه اخيستې وه.

شان پاچا شينوارى وايي چې له لاريون څخه موخه په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د وروستيو بريدونو غندل او د مخنيوي غوښتنه وه.

د نوموړي په وينا، د لاريون په پاى کې دوى خپل پرېکړه ليک هم د اروپايي پارلمان دفتر ته وسپاره.

شينوارى وايي، لاريون کوونکو په افغانستان کي د جګړې د قربانيانو تصويرونه له ځان سره لېږدول او د ژر تر ژره سولې غوښتنه يې کوله.

د لاريون ويناوالو په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې افغانان د پاکستان او ايران له خلکو سره ستونزه نه لري، خو هغو ته مرګ غواړي څوک چې په افغانستان کې جګړو ته لمن وهي او د سولې مخنيوی کوي.

دا جګړه د افغانانو تر منځ خپلمنځې جګړه نه، بلکې د نورو له خوا د افغانانو په هېواد کې پر مخ بيول کېږي.
په دې پرېکړه کې راغلي چې پاکستان د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په وروستيو خونړيو ترهګريزو بريدونو کې لاس لري.

سرچينې زياته کړې چې د کابل پر سردار داوود خان روغتون، زمبق څلورلارې، د کابل پر جوماتونو او د کندهار ولايت په ميوند وروستي بريدونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) لاس درلود.

په پرېکړه کې راغلي: ((پاکستان ترهګر نه يواځې پالي، بلکې روزنه ورکوي او نورو هېوادونو ته يې لېږي.))

سرچينې په افغانستان کې له مېشتو نړيوالو ځواکونو او د دغو ځواکونو له غړو هېوادونو غوښتي چې په دې ډول معاملو کې له افغانستان سره همکار و اوسي.

دغه راز دوى له امريکا غوښتي چې د امنيتي تړون د شپږمې مادې له مخې دې د پاکستان د بريدونو پر مهال د افغانستان ملاتړ وکړي.

login or register a new account.