کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د سعودي وليعهد وايي، تر هغه پورې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي، څو نړۍ ترې پاکه شي.
د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان دغه څرګندونې په رياض کې د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي پوځي اتحاد د دفاع وزيرانو غونډې ته کړې دي.
دا غونډه چې پرون د سعودي په پلازمېنه رياض کې پيل شوې چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په ګډون د ٤١ اسلامي هېوادونو د دفاع وزيرانو برخه اخيستې ده.
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د سفير په ګډون د يادو هېوادونو سفيرانو او د سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو ګډون کړى دى.
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان چې د دفاع وزير هم دى، يادې غونډې ته په خپلې پرانيستونکې وينا کې وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه د ترهګرۍ ښکار دي.
د هغه په وينا، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د اسلامي هېوادونو تر منځ همغږي او همکاري کمه شوې، خو اوس چې دغه پوځي اتحاد رامنځته شوى، همغږي به زياته شي.
شهزاد محمد وويل، سختدريځو او ترهګرو ته به هېڅکله دا اجازه ورنه کړل شي چې د اسلام تصور ته زيان ورسوي.
ده زياته کړه: ((ترهګر په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ستونزې جوړې کړې دي، خو موږ يې پر وړاندې نن مبارزه پيل کړې ده.))
د نوموړي په وينا، تر هغې پورې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوي، څو چې اسلامي هېوادونه او ټوله نړۍ يې ترې پاکه کړې نه وي.
د سعودي وليعهد ويلي، ترهګر نه يواځې بې ګناه خلک وژني، بلکې نفرت خوروي او د اسلام اصلي روح ته زيان رسوي.
login or register a new account.