ژبه

نیکولسن: د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي

واشنګټن (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نيکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته له کابل څخه  واشنګټن ته له امريکايي خبريالانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د طالبانو د جګړې قوماندانان په افغانستان کې دي، خو د مرکزي او اصلي سياسي مشران یې اوس هم په پاکستان کې اوسېږي.

جنرال نيکولسن ويلي چې پاکستان تر اوسه په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد اړين  او غوښتل شوي اقدامات نه دي کړي.

دى وايي، اوس هم وسله وال طالبان د پاکستان له خاورې له ډيورنډ پولې را اوړي او په افغانستان کې بريدونه کوي.

د ناټو دغه امريکايي جنرال زياتوي، د ټيټې کچې طالبان د پاکستان له مدرسو ګومارل کېږي او بيا يې له بهرنيانو سره د جګړې په پلمه افغانستان ته لېږي.

نيکولسن ويلي: "خو دغه وسله وال بيا په افغانستان کې له خپلو افغانانو سره جګړه کوي او بيا وژل کېږي."

خو پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان دغه راز ويلي چې القاعده او طالبان اوس هم په خپلو کې سره اړيکې لري.

د هغه په وينا، القاعده طالبانو ته روزنه ورکوي او طالبان يې بيا په بدل کې دا لقاعدې غړو ته پناه ورکړې ده او ورسره نږدې اړيکې لري.

login or register a new account.