ژبه

د افغانستان او پاکستان نظامي غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٦) :  ټاکل شوې ده، چې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پوځي چارواکو غونډه جوړه شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري د ليندۍ په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوى درستيز رييس ارکان تورنجنرال محمد حبيب حصاري نن د يو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ځي.

هغه زياته کړه، چې دغه پلاوى له پاکستاني پوځي پلاوى سره ددغه هېواد د پوځيانو لخوا پر افغانستان د وروستيو توغندويي بريدونو په اړه خبرې کوي.

د نوموړي په وينا، د پلاوي به هڅه دا وي، څو ددوى بريدونو مخه ونيول شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس پژواک اژانس ته وويل، چې د دواړو هېوادونو دپوځي پلاوو غونډه سبا د جمعې په ورځ جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان په اوه کسيز پلاوي کې د دفاع وزارت ترڅنګ د ملي امنيت او بهرنيو چارو وزارت استازي هم شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې دپاکستانيو پوځيانو لخوا يوځل پر کونړ او ننګرهار ولايتونو بريدونه پيل شوي، چې د يو شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې ترڅنګ سلګونه کورنۍ بې ځآيه شوي هم دي.

login or register a new account.